ارواښاد ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار الحاج ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د مرحوم خيرګل زوی او د مرحوم اسيم لسمی ، په (۱۳۳۹) هجري لمريز کال يې د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ منداخېلو د دري کلي په يوه غريبه او دينداره کورنۍکې نړۍ ته سترګې غړولې وې .

زده کړې : عبدالله ګل اخلاص يار خپلې لومړنۍ ديني زده کړې د کلي له جوماته پيل کړې ، وروسته د لومړنيو عصري زده کړو لپاره د څمکنيو عالي لېسې ته ولاړ ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې دخيبر پښتونخوا د پيښور سيدجمال الدين عالي ليسه کې د ۱۳۵۴ څخه تر ۱۳۶۰ کال پورې او همدارنګه د منځني طب په کچه کړې يې د حلال احمر منځني طب په انستيتيوت کې د ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۶۲ کال پورې بشپړې کړې. ددې تر څنګ يې ديني ، ادبي ، طبي ، اداري ، ژورناليستيک او نورو ټولنيزو برخو کې کورسونه او ورکشاپونه هم لوستلي وو . عبدالله ګل اخلاص يار د طبي زده کړو د لرلو يا ډاکتري ترڅنګ ، ليکوال او شاعر هم وو .

ژبې : مورنۍ ژبه يې پښتو ، په دري کاملا تسلط لرلو ، په اردو ، عربي او انګليسي ژبو يې هم پوره حاکميت درلود .

ادبي هڅې  : ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار په (۱۳۷۷) هجري لمريز کال د سرطان په مياشت کې د پکتيا په کچه د لومړي ځل لپاره په څمکنيو ولسوالۍ کې د (( اسلامي سهار ادبي او فرهنګي ټولنې )) بنسټ د دې لپاره کېښود چې د پکتيا ولايت خلک د تاريخ په اوږدو کې دجهل او ناپوهۍ په تورو شپوکې پاتې شوي وو او ورسره د څوکلنو جنګ او جګړو په دوران کې نوره هم پرې دتورتمونو لمن غوړيدلې وه. ددې لپاره چې نوره ددغه ولايت پر غېږه دجهل او ناپوهۍ تورو شپو ته دپای ټکی کېښودل شي او خپل راتلونکی په علم او پوهه منور کړي ، اړينه يې وګڼله چې د پکتيا خلک په يو داسې هراړخيزه خوځښت لاس پورې کړي چې د وروسته پاتې پکتيا لپاره د يو سالم علمي ، فرهنګي او کلتوري بدلون د راوستو سبب وګرځي .

په همدې موخه يې د هېواد د ستر علمي او فرهنګي يون په ملتيا دخپل اصيل اسلامي افغاني کلتور، د لرغونو اثارو د ساتنې ، بډاينې او په ځانګړې توګه دپکتيا لرې پرتو او غرنيو سيمو ته دعلم ، پوهې اوکلتور د لمنې پراخولو ، د يو سالم راتلونکي د لرلو ، دخبري رسنيو د مروج کولو ، د بشر حقونو د پيژندګلوۍ اوپلي کولو ، دښوونيزو چارو دپرمختيا اوپه اخيري تحليل کې له ولس سره دهر اړخيزه مادي او معنوي مرستوکولو په موخه يې د دغه ټولنې بنسټ کېښود. 

ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د اسلامي سهار ادبي ټولنې لپاره موخې وټاکلې او د موخو لاسته راوړنو لپاره يې کار پېل کړ ،عبدالله ګل اخلاص يار د يادې ټولنې د پرمختګ لپاره د فرهنګي ملګرو سره په مشوره لاندې موخې انتخاب کړې .

عمومي موخې: ۱ماده : اسلامي سهار ادبي ټولنه يوه خپلواکه او ناپيېلې ټولنه ده چې په هيڅ سياسي ګوند او ډله پورې تړاو نلري. ۲ماده : دغه مرکز د هېواد دخپلواکۍ له ټينګښت سره او په نړيواله ټولنه کې د فعاله ګډون لرلو پلوي کوي. ۳ماده : په هېواد کې د اسلامي اصولو او نبوي شريعت پلي کېدل خپله ايماني دنده بولي. ۴ماده : داسلامي اصولو سره سم د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو او مقرراتو درناوی او د پلي کېدو لپاره يې مناسبې هڅې او زيار باسي . ۵ماده : د ملګرو ملتونو د منشور، د حقوق بشر نړيوالې اعلاميې او نورو نړيوالو تړونونو څخه ملاتړکوي، خو پدې شرط چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي. ۶ماده : په هېواد کې د ملي يووالي د لاټينګښت لپاره هر اړخيزې هڅې کول. ۷ماده : د ښځو ، شهيدانو اومعيوبينو له حقونو څخه دفاع کول. ۸ماده : په هېواد کې روا ملي عنعناتو او رواجونو ته درناوی او د پياوړتيا لپاره يي لازمې هڅې کول. ۹ماده : د هېواد په بيارغونه او سمسورتيا کې بشپړه ونډه اخېستل. ۱۰ماده : دسالمې ښوونې او روزنې لپاره عامه پوهاوی او د تعليمي ادارو سره هر ډول مرسته کول. ۱۱ماده : د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې غوره کول او دې هدف ته ريښتينې بڼه ورکول. ۱۲ماده : د هېواد دعامه ګټو په موخه دهېواد دننه او بهر له خيريه موسساتو سره اړيکې ساتل او د هغو چارو د ترسره کولو لپاره ورته زمينه بربرول ،کومې چې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې مانع ونلري. ۱۳ماده : د مخدره موادو پرضد مبارزه کول او په له مينځه وړو کې يې د دولت او نړيوالو سره مرسته کول. ۱۴ماده : په هېواد کې د پوهې کچې د لوړاوي او دکلتور د پياوړتيا لپاره له کورنيو او بهرنيو مدني ټولنو سره اړيکې نيول. ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د پورته عمومي موخو سربېره ځينې ځانګړې موخې هم د اسلامي سهار ادبي او فرهنګي ټولنې په کړنلاره کې ور زياتې کړې ، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو:

ځانګړې موخې: ۱۵ماده : د خپل افغاني کلتور،لرغونو اثارو ساتل، پالل او بډاينه. ۱۶ماده : د پکتيا لرې پرتو سيمو ته دعلم ، پوهې او فرهنګ لمن غځول. ۱۷ماده : د يو سالم راتلونکي په روزلوکې هراړخيزه ونډه اخېستل. ۱۸ماده : دخبري رسنيو د مروج کولو لپاره هراړخيزه مبارزه کول. ۱۹ماده : د روغتيايې او تعليمي چارو په غني کېدو کې هر ډول رضاکارانه ونډه اخيستل. ۲۰ماده : د دولت سره په ټولو چارو او په ځانګړې توګه د قانون په پلي کولو او د امنيت په راوستوکې هر ډول مرسته کول. ۲۱ماده : د اونيزو ، مياشتنيو ،کاليزو علمي ، فرهنګي او کلتوري غونډو جوړول. ۲۲ماده : دعام ولس سره هراړخيزې مادي او معنوي ممکنه مرستې کول. ۲۳ماده : د هر ډول سالمو استعدادونو قدرکول او ورسره کاراهل کار ته د سپارلو سپارښتنه. ۲۴ماده : د هېواد او په ځانګړې توګه دپکتيا له مطبوعاتو او رسنيو سره هراړخيزه مرسته کول. ۲۵ماده : له شفافيت او ريښتينوالي څخه ننګه کول. ارواښاد ډاکټر اخلاص يار پورتنيو مادو او موخو ته د رسېدو لپاره د پکتيا د لرې پرتو او غرنيو سيمو يو شمېر شاعران او ليکوالان سره منظم کړل ، چې له روزنې او انسجام وروسته يې د پښتو ژبې او ادب د پياوړتيا په موخه ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې کړل. ډاکټر اخلاص يار د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې د څو کلن مزل په اوږدو کې د سيمې په کچه د بېلا بېلو ملي او عنعنوي ورځو نمانځغونډې دود کړې ، لکه د نوي کال (نوروز) ورځو نمانځل، د هېواد د خپلواکۍ، د مجاهدينو د بري او همداسې نورو ورځو نمانځل يادولی شو. ددې تر څنګ يې د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې له ادرسه په ځانګړو نومونو لسګونه مشاعرې ، د قومونو د يووالي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه په لسګونو غونډې ترسره کړې. ارواښاد ډاکټر اخلاص يار د څمکنيو په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د زرغونځي (جلغوزي) په نوم د دوديزې ميلې او مشاعرې بنسټ هم کېښود. د ازادو چاپي او خپرنيزو رسنيو له شمېره يې د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې له لورې په (۱۳۸۲ل) کال د سليمان غر په نوم مجلې بنسټ کېښود ، چې د سليمان غر مجلې د امتياز څښتن قاضي محمد انور منګل ، د سليمان غر مجلې بنسټګر او مسول مدير پخپله ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار وو ، دغه مجله له ۵۰ تر ۷۰ مخونو کې چاپېده ، چې اته ګڼې چاپ شوه .

پاتې دې نه وي چې دغه مجله د پکتيا په کچه د نښتر مجلې څخه وروسته دويمه چاپيدونکې مجله وه چې په لنډ وخت کې يې په زرګونو مينوال پيداکړل.

ارواښاد اخلاص يار د څمکنيو په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د رسنيو يوه نماينده ګي ، او په همدې سيمه کې يې :

د ( څمکني غږ ) په نوم يوه خپلواکه (ايف ايم FM ) راډيو جوړه کړه او همدارنګه يې د څمکنيو په ولسوالۍ کې د ځوان نسل د سالمې ودې او ظرفيت لوړونې په موخه د دولتي ادارو په مرسته د يوه عامه کتابتون بنسټ هم کېښود، چې اوس هم د زرګونه کتابونو په درلودلو سره فعاليت کوي.

له څمکنيو ولسوالۍ پرته يې د پکتيا په دريو نورو ولسواليو جاني خيل ، لژه منګل ، او ډنډې پټان کې د ادبي ټولنو بنسټ هم کېښود ، چې له مخې يې د علم او ادب په برخه کې سلګونه ځوانان وروزل شول. ډاکټر اخلاص يار په (۲۰۰۵م) کال کې د خپلو نورو فرهنګي ملګرو په ملتيا د پېښور عالمي ادبي کنوانسیون کې د پکتيا په استازيتوب ګډون وکړ او د لر او بر د فرهنګي او ادبي اړيکو د پراختيا په برخه کې يې ډېرې هلې ځلې ترسره کړې.

چاپ اثار : ۱ : خوړين زړګی ، شعري ټولګه ، ۱۳۸۱ ه ، ل ۲ : سلګۍ ، شعري ټولګه، ۱۳۸۴ ه ، ل ۳ : تربور ، ناول ، ۱۳۹۶ ه ، ل ۴ : پکتياني ودونه او دودونه ، څيړنيز اثر ، ۱۳۹۵ ه ، ل

ناچاپ اثار : ۱: د پيښور عالمي ، ادبي کنوانسيون ته زمونږ ادبي سفر ، سفرنامه ۲: زړې عنعنې ، د سيمې په لرغونو دودونو څېړنه ۳: دا تصوير د چا تصوير، لنډې کيسې ۴: کيسه د ژوند مې ده چې څنګه به وي ؟ شعري ټولګه ۵: په قدم قدم دې غواړم ، شعري ټولګه ۶: غم د پاسه غم ، شعري ټولګه ۷ : له ګودام تر سليمان غره ، ادبي يون ۸: تاته وايم، ادبي ټوتې د پورته اثارو تر څنګ د ارواښاد ډاکټر اخلاص يار په سلګونو مقالې او شعرونه د هېواد او له هېواد څخه بهر په بېلا بېلو چاپي او بريښنايي رسنيو کې چاپ او نشر شوي دي.

دندې : ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د ژوند ډېره برخه خپلو ولسونو ته د خدمت په موخه پر بېلا بېلو دندو لګولې ، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو : د شهيد محمد ابراهيم حوزې روغتيايي مسول . د لښکر ايثار د روغتون مسول . د سما فرقې د لومړۍ پلي کنډک روغتيايي مسول . د مجاهدينو دوران پر وخت د څمکنيو ولسوالۍ د ښوونې او روزنې مسول . د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې مشر د سليمان غر دوه مياشتنۍ مجلې بنسټګر او مسول مدير د افغانستان د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت اړوند د ملي پيوستون پروګرام د کليوالي شوراګانو او اتحاديې مشر . د څمکنيو ولسوالۍ د بزګرانو د پرمخيون ټولنې مشر IRD موسسې سره کوار ډيناټور د CDG موسسې د ولسواليو سوپروايزر DACCAR موسسې سره د پرمختيايي پروژو د تطبيق استازی د DAI موسسې سره د پرمختيايي پروژو د تطبيق استازی

حزبي اړيکې او د دندو تشريح : ارواښاد ډاکټر اخلاص يار په ۱۳۵۵ هـ ، ش کال کې د شهيد سهيل خان منګل او شهيد مولوي عبدالستار پواسطه د حزب اسلامي سره اشنايي پيدا کړه ، د ۱۳۵۷ کال په اخيرو کې مجرد مهاجر شو ، د جهاد او وسلوالې مبارزې لومړۍ سنګر يې د جانخيلو ولسوالي وه ، د جانخيلو له فتحې وروسته په څمکنيو ولسوالۍ کې مجاهد او سرګروپ وو . لومړنۍ طبي دنده يې په ۱۳۶۱ ه ، ش کال د شهيد محمد ابراهيم په حوزه کې د روغتيايي مسول په توګه پېل کړه ، وروسته د شهيد محمد عارف د قرارګاه د روغتيايي مسول په توګه تر ډېره وخته پاتې شو . په همدې کلونو کې چې حزب اسلامي په څمکنيو ولسوالۍ کې د ښوونځيو پرانيسته وکړه، د يوې مودې لپاره د ښوونې او روزنې مسول پاتې شو. د لښکر ايثار د جوړيدو سره سم ، لښکر ايثار ته ورغی او هملته يې د مجاهدينو په انسجام لاس پورې کړ او د صفونو د منظمتيا دنده ور وسپارل شوه ، ددې ترڅنګ ددوه کلونو لپاره د لښکر ايثار د روغتيايي برخې مسول هم وو . د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار سره دوه ځله په سفر کې لوګر او کندهار ولايتونو ته لاړ، چې د سفر د حمايي ګروپ قومندان وو. کله چې لښکر ايثار سپينې شګې ته انتقال شو، نو ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د ۱۵۰ تنو مجاهدينو سرلاری او د تصفيه نفس کورس له لوستلو وروسته يې په تنظيم المومنين کې نظامي زده کړې هم ترسره کړې . د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ له لورې د کونړ ولايت ته د مجاهدينو د يوې ډلې په مشرتوب ولاړ چې هلته يې سلفيان وځپل او د حزب اسلامي پلانونه يې پلي او له مرامه يې کلکه دفاع وکړه . له دې وروسته يو ځل بيا دسما فرقې لومړۍ پلې لوا روغتيايي مسول وټاکل شو ، همدلته يې د استاد جعفر متين سره پيژندګلوي وشوه او سره يو ځای شول .

کله چې مجاهدين د ګام په ګام بريا له امله د کابل تر دروازو ورسيدل، حزب اسلامي چهاراسياب کې خپل مرکز جوړ کړ ، کابل فتخ شو ، مجاهدين بريالي شول ، افغانستان له شوروي او روسانو ازاد شو ، خپلمنځي اختلافات پيدا شول ، نو ارواښاد اخلاص يار  لازمه و نه ګڼله چې نور دې سره وويشل شي ، هماغه وو چې د خپل کور په لور روان شو او په خپل کلي کې يې شخصي طبي دنده پيل کړه ، درملتون او معاينه خانه يې جوړه کړه او د دې تر څنګ يې فرهنګي هڅو ته هم دوام ورکړ.
ارواښاد اخلاص يار د خپلو حزبي ملګرو لکه انجنير محمد ابراهيم اسلمي ، حاجي صديق الله مستعان ، ولي ګل ميجر او يو شمير نورو دوستانو په مرسته د خيريه ټولنو سره د ولس د خورا هوساينې په موخه هم کارونه ترسره کړل . 

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار فکر او اختطاف ! ډاکټرعبدالله ګل اخلاص يار په ۲۰۰۹/ سپتمبر / ۰۴ نېټه د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ دمنداخيلو اډې څخه کور ته د تللو پر مهال د روژې په مياشت کې مازديګر مهال د نامعلومو وسلوالو لخوا اختطاف شو، چې ډېرې شپې ورځې يې په غرونو ، سړو او تودو کې تېرې کړې ، خو وروسته د سيمې خلکو په مرسته له بنده راخلاص شو . کله چې اخلاص يار خپل کور او کورنۍ ته ژوندی راستون شو نو ده به داخبره ډيره کوله چې:

(( شهيد سيد قطب يوازې نه وو او نه دی ، دځان ملګري يې پيدا کړل هغه داسې چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې شته، څوک يې يو ډول مبارزه کوي او څوک بل ډول ، څوک يې له جنګي تکتيکونو ګټه اخلي او څوک يې له سياسي ، څوک يې له قلم او څوک يې له فکره  .

ده د سيد قطب په اړه پراخه مطالعه درلوده ، ده ويل چې : ((سيد قطب هم ديوې شاړې سېمې تنکی نو جوان وو ، فکر يې اسلامي وو په همدې سره دنوجوانۍ ووت، ځوان شو ، خو د اسلامي نړۍ شهکار شو ، سيد قطب که خپلې غوښې په جيل کې توی کړې او خپل هډونه يې هم په بنديخانو کې ايرې کړل، خو کفر ته يې دا وښودله چې که قطب نه وي نو تاسو به هم ترابده ابده ، ترهغه چې په قرانکريم کې خدای وعده کړې چې د قيامت ورځ به راځي تر هغې به ارام نشئ . ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار او د هغه همفکره ملګرو د علم په ډېوو دجهالت تيارې رڼاکړي دي ، د پوهي په زرينو پلوشو يې دناپوهۍ تياره انګړونه ځلولي دي ، ولسونه يې دپرمختګ هسک اسمان ته خېژولي ، سوکالي يې راوړې او ويدو زړونو ته يې په خپله پسته ژبه دويښتيا پيغام رسولی دی . ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار مونږ ته دتېر وخت هر ډول داستانونه بيان کړي دي ، علوم او فنون يې راته ښودلي دي ، دښه او بد په لارو چارو يې پوه کړي يو ، د بدو او ښو خلکو په خواږه اوتريخ برخليک يې خبر کړي يو ، په ټولنه کي يې د رڼا منارونه درولي دي ، عاطفه او الفت يې راته ښودلی ، مينې ته يې هڅولي يو ، له تهذيب او تمدن سره يې اشنا کړي يو ، دمعنويت اوماديت مقام يې راپېژندلی دی ، د رڼا او تيارې توپير يې راته په ګوته کړی دی ، ړوند او بنا يې راښودلی ، په ټولنيز،انفرادي ، علمي ، کلتوري او سياسي چارو کې يې بصيرت رابخښلی ، په ګټه او تاوان يې پوه کړي يو او لنډه دا چي د ژوند په هره نېکمرغۍ يې خبر کړي يو . کله چې ګلبدين حکمتيار د سولې له پروسې سره يو ځای شو او خپل حضور يې وښود ، نو ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د حزب اسلامي افغانستان دپکتيا ولايتي دفتر مرستيال وټاکل شو چې د خورو ورو حزبيانو د يوځای کيدو او ځوانانو ته د سالمې ودې او مجاهدينو ته د سپارښتنو په چارو بوخت شو . لکه مخکې چې يادونه وشوه ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار په ۲۰۰۹/ سپتمبر / ۰۴ نېټه اختطاف شوی وو ، په همغه وخت ورته د فلج او زړه ناروغي پيدا شوه ، د ۱۳۹۹ / جوزا / ۲۴ نېټه د شنبې شپې په دوه بجو د زړه ناروغۍ او کرونا تبې ، له امله يې خپل روح رب ته وسپاره چې د ۱۳۹۹ / جوزا / ۲۴ نېټه د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ منداخيلو دري کلي کې پخپله پلارنۍ هديره کې خارو ته وسپارل شو . روح يې ښاد ، ياد يې تل !

د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د شعر يو څو نمونې او يو څو ليکنې هم دلته شريکوو :

غزل ټينګه مې په يار کړې ،ټينګارمې په ريبارکړی نن مې په کړی ورځ کې ، ملګرو دايو کارکړی

هغه قافلې به، دارمان منزل ته ورسي چاته مو چې لارو کې، ټول عمر انتظارکړی

وي به په دې چم کې ، داسرزوري رقيبان پريمان مونږه يې نوځکه، دسړيو سره شمارکړی

چاته چې مونږ لاس ، دمحبت ورغځولی دی هغو سرکشانو مو، په کورکلي بمبارکړی

کلی به راغونډ کړم، اوحجره به ورته ګرمه کړم چاويل چې پښتون، چيرته له مينې نه انکار کړی

سرباندې شمله ،په خوله ټپه لاس کې بړی ټوپک دغه دروند عادت ،دپښتنو ستا اخلاص يار کړی


ما له محراب ما له ممبر څخه الهام اخیستی ما د قران له زیر او زور څخه الهام اخیستی ما د بشر د ستر لارښود په پله پل ایښی دی ما د بشر له پیغمبر څخه الهام اخیستی چا چې خلاص کړی انسانیت دی جهالت له پنجرو ما ازادۍ داسې رهبر څخه الهام اخیستی فولادي عزم لرم څوک مې ماتولی نه شي ځکه چې ما ابن ازر څخه الهام اخیستی په توره شپه پسې خامخا سحر رادرومي ما اخلاص یار له دې خبر څخه الهام اخیستی

له ډيره عمره ځوريدلي زړګي مه ماتوی په شنو بنګړيو داټيټ شوي تندي مه ماتوی دوخت جابره ستمګره زوروره اشنا زمونږ دکلي په ګودر کې منګي مه ماتوی پښتنې مېنې وراچولی لونګين غاړې ته دې لونګين کې پړکاولي غمي مه ماتوی دغرو سړي يو مونږ غورځي کوو سندرې وايو زمونږ حربي زمونږ شپيلي اوډولکي مه ماتوی دپښتو ملک ده اخلاص ياره دټوپک واکداري دومره ښکاره په سپينو ليچو بنګړي مه ماتوی

Start a discussion with Ashiqullah ikhlasyar

Start a discussion