ائتلاف Coalition

edit

دګوندونو او سياسي ډلو لنډمهاله يو ځای کيدو ته ائتلاف وائي. ائتلاف دپارلماني مبارزو په ترڅ او هم دملي خپلواکو غورځنګونو په دوران کښي منځته راځي په دغسي حالاتو کښي دګوندونو او سياسي ډلو برياليتوب په ځانګړي ډول ممکن نه وي. نو په دي ډول غواړي چي بيلابيلي ډلي ائتلاف سره وکړي او سياسي قدرت تر لاسه کړي. دبرياليتوب په صورت کښي هر ګوند ته دخپل قدرت په اندازه په حکومت کښي ځای ورکول کيږي. همدارنګه ددلتونو دسقوط په موخه هم دګوندونو ترمنځ ائتلاف کيږي. ددغه ډول ائتلاف له مخي ګوندونه دولت دسقوط سره مخ کوي، دائتلافونو نموني په نړيواله کچه ډيري دي، په ائتلافي ګوندونو کښي دآندونو او ايډيالوژيو نژديوالی شرط ندی. 

فرهاد داوري